text
stringlengths 0
136
|
---|
چې د هغې ځای نه واپس راتلل نو ډېر هډوکي يې له ځان سره
|
راوړلء او په سرحد کې يې کلي په کلي وګرځول او زمونږ په
|
خلاف يې لويه پراپېګنډه وکړه اومطلب يې دا و .چې په صوبه
|
سرحد کې هم د هندو اومسلمان او سکه- په مینځ کې د نفاق
|
لر ضسښسښسس "٩ ::10
|
٢هو ھت تت
|
زما ژونداو جد و جهد :
|
او فساد اور بل کړي. ولې فساد يې ونه کړی شو او په خپل
|
مطلب کې کامياب نه شول. ولې چې دلته د خدايي خدمتګارو
|
د تحريک په برکت د فساد او دښمنۍ جرړې اېستلی شوې
|
وې.
|
ځو چې لارډمونټ بيټن د هندوستان د تقسیم اعلان وکړو
|
او دا يې هم وويل چې په صوبه سرحد کې به ریفرنډم کېږي؛ د
|
دې زمونږ په صوبه ډېر خراب اثر وشو او دلته هم فسادونه
|
شروع شول. نو بيا مسلم ليګيانو د پېښور په بازارونو او لارو
|
کوڅو کې بېګناه خلک قتلول شروع کړل. د پېښور ښار
|
بازارونه بند شولء هندوانء سکهان په خپلوکورونو کې قيد
|
وو. بهر ته راوتی نه شولء په کورونو کې هم د دوی عزت.
|
دولت او سرونه محفوظ نه وو.
|
چې مونږ پوه شو چې سرکاري افسران زمونږ سره هېڅ قسم
|
امداد ته تيار نه دي. بلکې هر څه زمونږٍ د وزارت د بدنامولو
|
دپاره کوي. حکومت زمونږو خو افسرانو زمونږ خبره نه منله
|
نو مونږ فېصله وکړه او امین جان سالار اعظم ته موحکم وکړو
|
چې لس زره باوردي خدايي خدمتګار پېښور ته راولېږي. د
|
حکم د رسېدو سره لس زره خدايي خدمتګار پېښور ته راغلل
|
او د راتلو سره يې هندوان او سکهان د خپلو کورونو نه بهر
|
راوښکل. دکانونه يې پرانيستل او کارونه يې شروع کړلء د
|
دوی په دکانونو د خدایي خدمتګارو پيرې ولګېدې. چې
|
مسلم ليګيان ورته ضرر پېښ نه کړي او د هندوانو. سکهانو
|
مال. ځان او عزت محفوظ شو. دغه شان په ټوله صوبه کې
|
چې کوم کوم ځای خدايي خدمتګار وو هلته د هندوانو.
|
٧۷۵
|
٢هو ھت تت
|
زما ژونداو جد و جهد : .
|
سکهانو مال. ځان.عزت په امن و. په دوی کې بعضې انګرېز
|
پرست هندوان هم وو چې د 17177-7-77
|
ګډېدل او دا مطالبه يې کوله چې د خدايي خدمتګارو
|
حکومت دې لرې شي او صوبه کې دې ګورنر راج قایم شي. په
|
دې نه پوهېدل چې دا ټوله کيسه چا جوړه کړې وه؟ دا
|
ځوګورنر جوړه کړې وه خو چې څه وخت د لارډ لویې مونټ
|
بيټن او کانګرس د مشرانو په مینځ کې زمونږ په سر سودا
|
وشوه. سودا په دې وشوه چې لارډمونټ بيټن ورته وويل چې
|
پنجاب او بنګال به زه درته تقسیم کړم خو تاسو د دې په بدل
|
کې صوبه سرحد پرېږدئ او ریفرنډم ومنئ. بيا يې په دريم
|
جون ۱۹۴۷ دهندوستان د تقسیم اعلان وکړو او دا يې هم
|
وويل چې په سرحد کې به د خلکو نه تپوس کېږي. نو تاسوخو
|
ددې پیرنګي دې ظلم او بې انصافۍ ته وګورئ چې پنجاب
|
تقسیمېږي. بنګال تقسیمېږي. هلته د خلکو نه تپوس نه
|
کېږي. بلکې د اسمبلۍ نه کېږي او دلته زمونږ په صوبه کې د
|
اسمبلۍ نه څوک تپوس نه کوي او د خلکو نه تپوس کېږي.
|
حال دا دی چې زمونږ الیکشن خو په هندوستان او پاکستان
|
میاشتې مخکې شوى و. خلکو خو رايه ورکړې وه دوباره
|
يې څه ضرورت و؟ که د کانګرس مشرانو زمونږ سره بې وفايي
|
کړې نه وی او د تقسیم مسئله يې منلې نه وی نو په صوبه
|
سرحد کې به د هندوانو. سیکهانو او مونږ ته دومره د سراو
|
مال زيان نه وی رسېدلی او نه به سیکهان او هندوان دومره
|
تباه او برباد شوي وی.
|
دغه وخت مسلم لي ليګيان حکومت نيولي وو. او جېلونو کې
|
4٢٨٨٨٢
|
زما ژوند او جد وجهد
|
يې اچولي وو« لنډی د خُټو نه دی» دوی ځو د جېلځانو تېرولو
|
نه دي. د دوی هغه قيد او جېلخانې خو نه قيد وونه
|
جېلخانې. د دوی دپاره ريسټورانټ وو. څه عجیبه لوبه وه. د
|
شپې به کور ته تلل. د ورځې به بازارونو کې ګرځېدلء خپلو
|
خپلوانو او دوستانو سره به يې مجلسونه کول د دې وجه دا وه
|
چې ګورنر زمونږ د وزارت سره تعاون نه کولو او زمونږ مخالف
|
وو.
|
دوی چې بيا د جېل نه را ووتل او ډیلي ته راغلل زه هم په
|
ډيلي کې وم. هلته ما دوی وليدل او ثمین جان ځان ته مې
|
وويل چې يه هلکه دا پاکستان چې جوړوئ نو لږ و فکر
|
وکرئ. دې کې به د پښتون څه حال وي؟.اکثريت خو د پنجاب
|
دی نو اقتدار به هم د پنجاب وي. نو ده راته وويل چې اوس
|
يې جوړوو. او که بيا په کې زمونږ ځير نه وو نو بيا به يې وران
|
کړو. افسوس دی چې ثمین جان خان اوس نشته ګني ما به ترې
|
تپوس کړی وی چې راشه وګوره چې اوس پاکستان کې د
|
پښتنو څه حال دی؟.
|
د تقسیم اعلان:
|
څه وځت چې مونټ بیټن د مۍ په ۳۰ ډيلي ته واپس راغی
|
نو د جون په ٣ يې د هندوستان د تقسیم په باب د برتانوي
|
حکومت له خوا د منظور شرې منصوبې اعلان وکړو. د دې
|
منصوبې په اعلان کېدو سره د هندوستان د متحد پاتې کېدو
|
ټول امیدونه ځتم شول. برتانوي حکومت د تقسیم د مسئلې په
|
دومره زر منلو کې د هندوستان نه زيات د ځپلو مفادو خيال
|
نوج ٩١/7 د وطسجنجحمی تش
|
Subsets and Splits
No community queries yet
The top public SQL queries from the community will appear here once available.